IQNA

د امریکا مسلمانان وائي،جوبایډن ته په انتخاباتو کې راي  نه ورکوي

10:35 - December 23, 2023
د خبر لمبر: 3488462
ایکنا- د امریکا مسلمانانو په یوه کمپاین پیلولو سره وئيلي دي، په غزې تړانګې کې  داسرائيلو له جنایتونو څخه د جوبایډن په ملاتړو سیاستونو باندې په اعتراض کې  په راتلونکو انتخاباتو کې به هغه ته راي ورنکړي.

ایکنانیوز د الشرق الاوسط  له قوله راپور راکړ، د امریکا د هغو شپږو ایالاتونو څخه مسلمانو رهبرانو چې د امریکا دولسمشرۍ په انتخاباتو کې حیاتي رول لري، ژمن شوي دي چې په غزې کې د اسرائيلو له جنګه  د جوبایډن دملاتړ په دلیل  د هغه د بیا ټاکل کیدا په ضد   خپلې ټولنې غونډې کړي او دهغه د ټاکل کیدا په ضد ئې خپل کمپاین پیل کړی دی.

دوی وئيلی دي، تراوسه پورې  ئې د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې دکوم بل کاندید د ملاتړ لپاره  کومه فیصله نه ده کړې.

 دغه شپږ مخصوص او حیاتی  ایالتونه وو،چې  جوزف بایډن ته ئې  چانس ورکړڅو، په ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې بریالی شي او د دغو ایالتونو امریکائي  عربو اومسللمانانو سترو ټولنو مخالفت  ممکنه ده ولسمشر په راتلونکي کال کې د الیکټرال کالج  رایو ترلاسه کولو لپاره له چیلنج سره مخ کړي.

د اسلامی امریکائي اړیکو د شورا(CAIR) دمینه سوټا څانګې مدیر جیلانی حسین  دمیشیګن په ډيربرن کې په یوه مطبوعاتي  کنفرانس کې   دبایډن د جانشین  دټاکنې په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل، مونږ دوې ټاکنې نه لرو ،بلکې ډیرې ټاکنې لرو.

 هغه ووئيل، مونږ  دډونالډټرمپ ملاتړ هم نه کوواو  د مسلمانانو ټولنه به له نورو کاندیدانو سره  دخبرواترو دترسره کیدا د څرنګوالي پهباب فیصله وکړي. حسین ووئيل،  چې  هغه داکثریت نظره نه ،بلکې  شخصی نظر بیانوي.

د؛بایډن پریږدئ؛ نومې  کمپاین هغه مهال پیل شو چې امریکائي مسلمانانو  په مینه سوټا ایالت کې له جوزف بایډنه وغوښتل څو په غزې تړانګې کې دې  د  اکتوبر تر یودیرشمې نیټې اور بند ټينګ شي، خو هغه ورته هیڅ توجه ونه کړه . دغه کمپاین  میشیګن ،آریزونا، ویسکنسیّن،پنسلوینیا  اوفلوریډا ته هم غزدیلی دی.

امریکائي اواسرائيلي چارواکي دهغو کسانو غوښته چې د جنګ ددایمي دریدا غوښتونکي دي،ردوي.دامریکا د ولسمشر مرستیالې کاملاهریس  وړمه ورځ دجوبایډن خبرې تکرار کړې چې اسرائيل له ځانه ددفاع حق لري.

روایت سرهنگ بازنشسته ارتش آمریکا از چالش بایدن با رای‌دهندگان مسلمان - ایرنا

امریکائي مسلمانان وائي چې تمه ئې نه درلوده ټرامپ   دبیا ټاکل کیدا په بڼه کې ددوي له ټولنې سره لاښه چلند ولرل شي، خو دوي پوهیږي، چې   د دوی له رایو د  بایډن محرومول  یوازینۍ لاره ده چې د امریکا سیاست ته یوه بڼه ورکړي. 

تراوسه پورې مشخصه نه ده چې آیا مسلمان رای ورکونکي به په ډله ایز ډول دجوبایډن  مخالفت وکړی که نه ،خو  په ملاتړ کې تر یوه حده بدلونونه  په هغو ایالتونو کې چې جوزف  بایډن په ۲۰۲۰ کال کې په ډير لږ  اختلاف سره بریالی شو،بدلون رامینځةکولی شي.

 یوې وروستۍ نظر سنجۍ ښودلې ده چې  په عرب توکمه امریکایانوکې دجوزف بایډن محبوبیّت د ۲۰۲۰کال له چورلټ اکثریّت څځه اولس فیصدو ته  راکم شوی دی.

 عربوامریکائي موسیسې په وینا، دا د میشیګن  په څير  په یوه ایالت کې چې بایډن په دوهاعشاریه اته  فیصدو  اندازې سره بریالی شو  او امریکایی  عربان  ددغې سیمې پنځه فیصدي برخه جوړوي ،ډير مهم  دي.

دغه راز  په ویسکانسّین   کې د مسلمانانو د ټولنې نماینده ډاکټر طارق امین ووئيل،  په دغه ایالت کې  کابو پنځه ویشت زره رای ورکونکي مسلمانان دي  او جوبایډن  په دغې سیمې کې پهکابو شل زره  اختلاف سره بریالی شوی ؤ، امین ووئيل، خپلې راي بدلوو او  هغه به پخپل کړچار پښمانه کړو. 

https://iqna.ir/fa/news/4189168

captcha